@naqeebo807
@naqeebo807

کوزک په هسکو او سرو غرو کې د مازدیګر لمر خپله سره رڼا شیندلې وه. د غره په منځ کې تیر شوي د اورګاډي زاړه سوري (کوزک ټنل) ته نږدې، د لاریو (ټرکونو) د هارنونو غږونه اورېدل کېدل. شاهولي چې په خټه د چمن و، خپل زوړ ټرک د غره په یو موړ کې ودراوه. د هغه په ټرک کې له کراچۍ څخه راغلي د ګاډو ټایرونه بار وو، چې باید نن یې د بارډر هغې غاړې ته رسولي وای. له موټره راکوز شو، د کوزک یخې هوا او د غره خاموشۍ ته یې وکتل. همدا د کوزک لاره وه چې د ده پلار او نیکه هم ورباندې کلونه کلونه سفرونه کړي وو